IQNA

د نیویارک په مینځ کې له یوه سانډویچي څخه د قرآن د تلاؤت وږمې(فیلم)

10:51 - October 16, 2024
د خبر لمبر: 3490010
ایکنا – دیوه هغه سانډویچي  له دکان څخه چې د  ټایمز نیویارک چوک کې له  پنځوس ډالري جرمانې  سره سره د قرآن کریم تلاؤت خپروي ، د تلاؤت کلیپ ئې  پر تولنیزو چینلونو کې له  پراخ او تاؤدۀ هرکلی سره مخ شوی دی.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي،په نیویارک کې  د  یوه ترک سیلاني  یو کلیپ  په ټولنیزو چینلونو کې خور شوی دی چې په هغه کې د یوه واړۀ رسټوران د یو خاوند په باب خبرې کوي چې   هره ورځ له جرمانې سره سره ،  په سړک کې د قرآن کریم تلاؤت  خبروي.

 د رسټوران دغه خاوند   ترک ټوریسټ ته چې پوښتلي ئې وو،څرنګه  قرآن  په  واټ کې په لوړ غږ سره خپروي او آیا دغه کار  قانوني دی ، ووئيل،  هره ورځ پنځوس ډالره جرمانه کیږي ،خو هغه دغه پیسې ورکوي څو د قرآن کریم تلاؤت  آوریدو ته دوام ورکړي.

د ټولنیزو چینلونو ډیری کارؤنکو دده مصری مهاجر  چلند چې  د نیویارک ښار په مینځ کې پخپل یوه واړۀ ریستوران کې  سانډویچ او   د میوو جوس خرڅوي، ستایلی او ورته ئې  دعا کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4242343  

 

 

captcha